IQNA

که د غزې جنایتونه ونه دریږي، نو دمقاومت مخه هیڅوک  نشی نیولی

14:59 - October 17, 2023
د خبر لمبر: 3488125
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښودپه غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو  په نسل وژنې کې د و حشي صهیونیسټي رژيم جنایتونو دوام ته په اشارې سره د بې آ مانه بمباریوپه فوري غوڅیدا باندې په ټينګار سره  وفرمائيل؛که دغه جنایتونه دوام وکړي، نو مسلمانان او مقاومتيت ځواک بیتابه کیږی او نور هیڅوک د  دوي مخه نشي نیولی. په دغه واقعیّت باید پوهه شی او دا توقع مطرح نه کړي چې  اجازت ورنکړئ فلانئ ډله  فلانی کار وکړي.

دوي همداراز پخپلې وینا کې د صهیونیسټانو د اقداماتو په سیاست جوړون ېکي د امریکایانو ملموس رول ته په اشارې سره ووئیل، مسلمان ملتونه حتی غیرمسلمان ملتونه د نیواکګر رژيم په روانو جنایتونو سخت غوسه دي او که دغه وحشیتوب دوام ومومي،نو دنړۍ د مسلمانانو او د مقاومتي ځواک نوره هم بېتابه کیږي او نور نو هیڅوک د دوي مخه نشي نیولی.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي دغه راز ددې خبرې په کولو سره چې دغاصب صهیونیسټي رژيم چارواکي ددغو جنایتونو په علت باید محاکمه شي .د امریکا حکومت  د غاصب رژيم د سیاستونو مسئول دی او باید په دغو جنایتونو کې شریک وګڼل شي.البته غاصب او وحشي صهیونیسټي رژیم هرکار چې وکړي نو بیا هم په دغې وروستۍ پيښې کې خپله سپیره ناکامي نشي جبرانولی.  

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز په دغې کتنې کې ټينګار وکړ،د هیواد علمی ټولنه، دهیواد شخصیّتونه،نن سبا یوه نوی حرکت او  او یوه نوی عروج ته اړتیا لري.

ایکنا د رهبرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ،حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت  برلاسه علمی وړتیاؤ لرونکو متخصصانو او شخصّیتونو سره په کتنې کې د غوره علمی شخصیّتونو زیار او هڅو په قدرونې سره ووئيل،د هیواد علمی ټولنه نن سبا یوه نوي حرکت ،یوه نوي اوج او یوه نوي عروج ته اړتیا لري چې باید ددغه حکومت له  ملګرتیا او دهغو ځوانو مسئولانو له ملګرتیا څخه په استفادې سره چې  په حکومتي اورګانونو کې شتون لری،او پخپله د تاسو د غوره شخصیّتونو د ټولګې په همت سره باید دغه کار ترسره شي.

دوي دغه رازد خپلې وینا په یوې برخې کې د فلسطینیو ټاټوبو اوسنیو حالاتو ته په اشارې سره ووئيل،که د صهیونیسټ رژیم جنایتونه او وحشیتوب دوام ومومي نو هیڅوک د مسلمانانو او دمقاومتي ځواک مخه نشي نیولی.

دوي دغه راز وفرمائيل؛ د مونږ دډيرو اطلاعاتو په اساس،د صهیونیسټ رژیم  دداخل  دروانې اونۍ سیاست امریکایان منظموي ،نو امریکاد وروستیو وحشي ډوله جنایتونو کې مسئوله ده ، باید بمبارئ سملاسی  ودرول شي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي دغه راز وفرمائيل؛ما څو کاله مخکې په څو علمی او پوهنتوني ناستو کې او دغه یو مطللب بیان کړی ؤ او هغه دا چې وئيلي مو وو،داسې وئیل کیږي چې دم ونږ د ودې چټکتیا تیزه ده ،البته  په دې مغرور نه شو  مونږ دې ته غرّه نه شو چې اوس د مونږ وده دومره چټکه ده ،ددې لپاره چې ددغې ودې له چټکتیا سره سره مونږ تر دې دمه  د علم او ساینس به ژورتیا کې یوو،مونږ ددنیا به نسبت، له علمی پلوه د علم ددینا په ژور کې یوو.باید علمي شخصیّتونه او ساینس پوهان نوی اوج او عروج ته ورسیږي او خپله  وده نوره هم زیاته او چټکه کړي  او باید دغه وده د ولس په ګټه وي او که د غوښتنې او توانیدلو د شتون له فرصته چې اوس ئې لرو  استفاده و نه کړو،نو ظلم به مو کړی وي.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د فلسطین غزې پيښې ته په اشارې سره ووئيل، ددغې پیښې په باب فکر او عملی ګامونو پورته کول د مونږ پر اوږو  یوپروت فرض دی،باید غبرګون وښایو. یو شمیر خلک وږي دي یو شمیر  د بمباریو له امله تر کنډوالو لاندې دي ،ځينی داسې دي چې په سلو کې سل شهیدیږي،عالمان ،هغه که د پوهنتون وي او که د حوزې باید هڅه وکړي ،حق وپیژني  او نورو ته ئې هم وروپيژني ، د یوه بل ترڅنګ ودریږي،  او د عالم او پوهاند لپاره توپیري نظر درلودل جایز نه دي،باید  ټول سره لاس په لاس کې ورکړو، او د ظلم او جنایت په ضد په خوله چغه پورته کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4175791

captcha